topper
 

ډاکټر عبدالرحمن زماني
دآگست ١٩ نيټه، ٢٠٠٦ ميلادي کال
په شمالي کاليفورنيا کې دافغاني کلتوري ټولنې په غونډه کې د وينا متن

دافغانستان د خپلواکۍ د گټلو وياړ : پرونۍ رڼا­ ننۍ تيارې


چې افغان سره ډغره چا وهلې                           د مرگ څړيکه ېي د سر نه راختلې
لړځيدلئ،  رپيدلئ   کړيدلئ                            په  کوپړه د ماغزو ېي ساه ختلې
ارواښاد محمد هاشم زماني        


 د قلم د خاوند په نامه!
قدرمنو ميلمنو، درنو مشرانو، خويندو – ورونو او خوږو ماشومانو، سلام پر تاسې او ښې چارې!

نن يوځل بيا زمونږ کړيدلې او جگړې ځپلې اولس د هيواد د بشپړې خپلواکۍ د گټلو د وياړ  نه هيريدونکې ياد  د اوه اتياوم ځل دپاره پداسې حال کې راتازه کوي او لمانځي، چې ډير کسان ننې حالت خپلواکي  نه بلکه بلواکي گڼي.

د افغانستان خاص ستراتيژيک جغرافيوي موقعيت
زمونږ تاريخ د جنگ-جگړو نه ډک دئ. د پخوانۍ آريانا، تاريخي خراسان او اوسنې افغانستان په نامه زمونږ گډ کور، د منځنۍ اسيا پداسې حساسه او ستراتيژيکه سيمه کې پروت دئ چې له يوې خوا د هند د لوېي وچې، له بلې خوا د منځني ختيځ او چين، او  له بلې لورې د لويديزې اسيا سره ارتباط لري:. د همدغه حساس جغرافيوي- سياسي موقعيت له امله  دا خاوره  که له يوې خوا د شرق او غرب (خاور او باختر) د لويو مدنيتونو او کلچرونو څلور لارې وه، نو له بلې خوا د پراختيا غوښتونکو-توسعه طلبو، ظالمو، او جهان سوزو لښکر يانو د يرغل په لاره کې هم پرته وه. 

د هند په لويې وچې د انگريزانو ٣٠٠ کلن حاکميت،  د روسي تزاري دولت سره ديوه حايل په توگه، زمونږ د خاورې اهميت لا زيات کړې ؤ. انگريزانو به  په دوامداره توگه يا د مستقيم تيري او تجاوز له لاري، او يا هم د يو شمير پلورل شوو  روحانيونو په ملگرتيا د وطن پلورونکو اميرانو په استولو سره زمونږ خپلواکي تباه کوله. تاسې ددغه ستر استعماري طاقت سره په تش لاس زمونږ د نيکونو د هغو دريو سترو جگړو او کارنامو نه ښه خبرياست.   خو دانگريزانو سره د افغانانو دريمه جگره هغه وروستۍ جگړه وه چې د شرف او وياړ   په دنگو څوکو او سردرو  يې د خپلواکۍ او استقلال  بيرغ اوچت کړ. 

د خپلواکۍ ملي پاڅون - زمونږ تاريخي وياړ دئ:
د هر هيواد په تاريخ کې داسې لويې ورځې او نه هيريدونکي خاطره انگيزه شيبې شته چې د هغوې په وياړونو او افتخاراتو کې شميرل کيږي. زمونږ د گران هيواد په معا صر تاريخ کې دداسې  تاريخي او وياړه ډکو ورځو په جمله کې يوه هم د ١٢٩٧ هجري کال د اسد يا زمري د مياشتې ٢٨مه ، د افغانستان د خپلواکۍ  دگټلو تاريخي او حماسه جوړونکي ورځ ده. په ١٩١٩ ميلادي کال کې زمونږ قهرمانو، زړه ورو، وطنپالو او با احساسه مشروطه غوښتونکو  پلرونو او نيکونو،  د غازي امان الله خان تر مُدبرانه  زعامت او مشرۍ لاندې د استقلال، آزادۍ او ملي حاکميت چيغه اوچته کړه، او په يوه نابرابره او بې انډوله جنگ کې ېي، پرته له کوم توپ او طيارې ،  په شرق کې د لومړي ځل لپاره نه يوازې د نړۍ  تر ټولو لويه امپراتوري ولړځوله او خپله پوره خپلواکي يې  ترلاسه کړه، بلکې د نورو بنديوانو ملتونو پر مخ يې هم د آزادۍ دروازه پرانيسته. .

د خپلواکۍ دغه جگړه د افغانستان په تاريخ کي د يوه ارزښتمن اوښتون او د اولسي پاڅون په نتيجه  کې يو ستر بدلون منل شويدئ. (همدا نن ) د زمري يا اسد دمېاشتې ٢٨ مه نيټه چې د اگست دمياشتې د ١٩مې نيټې سره سمون خوري، د افغانستان د پوره خپلواکۍ د گټلو تاريخي ورځ، او د افغان  خپلواکه،  آزادې غوښتونکي ملت او گران هيواد په سرنوشت کې يوه ډيره مهمه ورځ ده.  هغه ورځ چې زمونږ تاريخ او اوسني نسلونه پرې افتخار کوي. پدغې  ډيرې وياړلې او نيکمرغې ورځې کې ځوان غازي امان الله خان خپل ملت د ملي وحدت او ملي حاکمېت په لوري هدايت کړ. 
د نړۍ ويښ او ژوندي ملتونه د وياړونو لمانځنه يواځې د خپلې خوشالۍ، سرلوړۍ او غرور په نيت نکوي، بلکې د وياړونو د لمانځنې له لارې غواړي هغه په ښه توگه وپيژني او د نورو وياړونو د ترلاسه کولو لارې – چارې ترې ومومي.  همدغه  وياړونه دي چې په هيواد کې د ميشتو قومونو گډ موجوديت او سرنوشت څرگندوي.
هرکه نامُخت  از گذشت روزگار                     نيز ناموزد ز هيچ آموزگار

د افغانستان د آزادۍ محصل اعليحضرت غازى امان الله خان
د اسد دمياشتې ٢٨ مه نيټه هغه نيکمرغه ورځ ده چې د غازي امان الله خان او د هغوې د نورو زړه ورو ملگرو د نومونو سره غوټه شويده.او زمونږ قهرمانه ملت به تل دد غه اتل او نورو ملي اتلانو احترام ساتي. خو دغازي امان الله خان نوم يواځې د افغانستان د استقلال سره تړلې ندئ،  بلکه  دوې په هيواد کې د يوه متمدنه او پرمختللي نهضت تخم هم وکاره او له همدې امله دغه ځوان پاچا زمونږ د هيواد په معاصر تاريخ کې خاص او ځانگړې مقام او حيثيت لري.

د استقلال د ساتلو او ټينگښت په خاطر نوي په پښو دريدلي اماني دولت د ديکتاتورۍ پر کڼډوالو د ديموکراسۍ بنسټ کيښود او تر خپلې وسې ېي د ټولنيز يا اجتماعي عدالت  د تأمين په لورې گامونه اوچت کړل. خپلواکي، مشروطيت  ( ديموکراسي) او عصري کول  هغه درې اصله ؤو چې يو بل ېي سره تکميلول او د اماني دولت بنياد يا بنسټ ېې جوړاوه.  د ځينو نيمگړتياوو سره سره د افغانستان تاريخ تر اوسه د غازي امان الله خان په شان پاچا ليدلاې ندئ.  هغه پاچا چې د استعمار او ارتجاع په وړاندې دومره قاطعيت سره ولاړ وي او د خپلواکۍ، ډيموکراسۍ او عدالت  دپاره يې دومره قرباني ورکړې وي. هغه پاچا چې په شرق کې د استعمار ضد پهلوان، او په غرب کې د انگريزي امپراتورۍ په مقابل کې د جگړې  د فاتح نوم گټلې وي.

امان الله خان په ١٨٩٢ ميلادي کال کي د کابل د پغمان په ښکلې درې کي په هغه ځاى  کې وزيږيد چيرې چې ورسته طاق ظفر جوړ شو. نيکه يې – امير عبد الرحمن خان – پرې د امان الله نوم کيښود. د ١٩١٩  کال د فبروري په ٢٧مه، د پلار د وژل کيدو نه وروسته د سلطنت په تخت کښيناست او ورسره سم يې د افغانستان د بشپړې سياسي آزادۍ غوښتنه وکړه، چې انگريزانو ونه منله او د افغان-انگريز د دريمې جگړي سبب شوه. د آزادۍ تر لاسته راوړو وروسته يې د پرمختللو هيوادو په قطار کې د افغانستان د ودريدو هيله درلوده، او په يو لړ سياسي، اجتماعي، نظامي او نورو.اصلاحاتو يې لاس پورې کړ.انگريزانو چې په  دريو جگړو کې ماتې خوړلې او شرميدلي ؤو، يو آزادي غوښتونکې ديموکراتيکه دولت زغملې نشو، نو يوه شيبه هم د امان الله خان د ځوان دولت په وړاندې د توطئو، دسيسو، پروپاگندو او سبوتاژ نه لاس وانخيست. او له بده مرغه ددغه هيوادپال پاچا اصلاحي پروگرامونه لا ثمر ته رسيدلي نه ؤو چې د ددغه انگريزي استعمار لاسونه د يو شمير جاسوسو مشرانو او روحانيونو له لستوڼو راووتل، او دغه شين نيالگې يې له سټې راوويست، او هيواد يې ديوې تورې ديکتاتورۍ کندې ته ورگزار کړ. 

داماني نهضت يو څو مثالونه
د غازي امان الله خان شخصيت مختلف ابعاد درلودل. هغه د ښځو او نارينوو د حقوقو د مساوات باني وو، علم پروره او آزادمنشه سياستمدار وو، هوښيار او نه  ويريدونکې رهبر وو، رحمدله ځوان وو او خپل اولس پرې گران وو. راځۍ چې د اماني نهضت يو څو هغو بيلگو ته گوته ونيسو چې پرته له کومې خارجي مرستې پيل شوي ؤو:

  • دمرئيتوب محوه  کول او  په بشپړه توگه  ختمول; د بيگار بندول او د هر ډول شکنجې او عذاب منع کول.
  • د لومړني مدني اساسي قانون  تدوين، او د جلال آباد او لغمان په لويو جرگو کې د هغې تصويب او تائيد. (ددې قانون په اساس چې ددولت د اساسي نظامنامې په نامه ېاديده د افغانستان ټول اتباع پرته له کوم قومي، سمتي، مذهبي، جنسي او ژبني تبعيضه د مساوي حقوقو خاوندان  شول).
  • ښځو او  نارينوو ته د مساوي حقوقو ورکول
  • د مالياتي سيستم جوړول او عملي کول (په نقدي ماليې باندې د جنسي ماليې اړول، د خصوصي سرمايې د تقويې دپاره د گمرکي ادارو جوړول)
  • دلومړنۍ دولتي بودجې تدوين او تصويب (پدې برخه کې د ماليې د وزير جناب مرحوم مير هاشم خان، چې د جناب ډاکټر صاحب سيد عبدالله کاظم نيکه وو، ستر او نه ستړيکيدونکې خدمتونه د يادونې او تقديروړ دي).
  • د ملي بانک جوړول او په ١٩٢٨ کال کې د انگريزي پيسو په ځاې د افغاني پيسو منځ ته راوړل
  • د ځنگلاتو او طبيعي منابعو ساتل
  • د تعليمي سيستم منځ ته راوړل او دزدکړې چټکول، خارج ته د زدکړې دپاره د نجونو ليږل :
    1. تر ابتدايي درجې پورې  دتعليم جبري کول
    2. ٣٢٢ ابتدائيه مکتبونه جوړ شول چې د شاگردانو شمير يې ٥١٠٠٠ تنو ته ورسيد
    3. دگڼ شمير محصلينو خارج ته واستول
    4. دخارجي ژبو د زدکړې رواجول
  • دانجمن حمايت نسوان  تاسيس، او د "ارشاد النسوان" په نامه د ښځو دلومړنۍ خپرونې نشريدل، او. د صغيرو نجونو او  متعددو ښځو د نکاح لغوه کول   
  • نظامي اصلاحات او د هوائي قواوو جوړول
  • د زندانونو نه د ټولو آزادي غوښتونکو او مشروطه غوښتونکو خلاصون
  • د حکامو د خودسريو د مخنيوي دپاره د اصولنامې يا نظامنامې جوړول
  • د لومړي ځل دپاره د يوې خاصې نظامنامې په اساس دهيواد د مطبو عاتو آزاده اعلانول (په هغه وخت کې ١٣دولتي جريدې او مجلې، او درې شخصي خپرونې د انيس، سحر او نوروز په نامه خپريدې)
  • د لومړي ځل دپاره په کابل کې د دوو لويو کتابخانو، يوې سينما او يوه تياتر جوړيدل
  • د قاضيانو د  واک محدودول او د جرايمو دپاره د مجازاتو ټاکل او صراحت      

 
د ملي ځانگړي هويت دپاره هلې ځلې
دانگريزانو او د هغوي د گوډاگي حکومتونو د  نفاق واچوه او حکومت وکړه (تفرقه بيانداز و حکومت کن) د پاليسۍ په خلاف،  داستقلال د گټلو يا مستقيم استعمار د ختمولو نه  وروسته په افغانستان کې د ملي يوالي  او ځانگړي هويت  د ټينگښت مهمې مسئلې ته هم توجه وشوه. او د دولت د عمومي قدرت د پراخولو په څنگ کې د مدني حقوقو پراختيا او د هيواد  دترقۍ دپاره اصلاحات پيل شول. 

که څه هم د ځينو تاريخ پوهانو په عقيده دافغانستان معاصر تاريخ  په ١٧٤٧ کال کې د احمد شاه بابا دامپراتورۍ په جوړيدو سره پيل کيږي، او د ملت جوړيدنې.او ځانگړي ملې هويت دپاره لومړني قدمونه په همدې وخت کې اوچت شول، او له همدې امله احمد شاه بابا د افغان ملت مؤسس، بابا او بنسټ ايښودونکې گڼل کيږي، خو په افغانستان کې د اصلاحاتو او بغاوت د کتاب د ليکوال (ليون پولادا)  په وينايواځې د غازي امان الله خان په وخت کي دولت زېار وويست چې د افغان کليمه چې اوږده تاريخي ريشه لري، او پخوا به د پښتنو دپاره استعماليده، پرته له کوم نژادي يا لساني توپيره د افغانستان ټولو اوسيدونکو ته استعمال شي. (دهيواد  ملى اتل غازى امان الله خان وايي)

  1. "همه اقوام افغانستان يک ملت هستيم و آن افغان است، و اولين نعمتى که افغانستان نايل است استقلال ميباشد. پس استقلال خود را هميشه حمايت کنيد و براى حفظ آن بيدار باشيد."

 

  1. "هندو، هزاره، شيعه، سنى، احمدزائى و پوپلزائى نداريم، بلکه همه يک ملت هستيم و آنهم افغان"

هغه شاعر څه ښه ويلي چې:        
پشتون   و هزاره      مثل جان و بدنند                            ترک و تاجک  نو گل  يک   چمنند
در صلح انيس و همدل اند و گه جنگ                           پرخاشگر و مهين و دشمن شکنند
دسياسي او اجتماعي واکدارۍ په هکله د غازي امان الله خان  ويناوي تش شعارونه  نه وو، هغوې دملي حاکميت ټينگښت، په سياست کې د خلکو دعمومي گډون او ډيموکراسۍ له لارې غوښت; د مقننه، اجرائيي او قضائي سيستمونو  تفکيک، په مرکز کې د دولت دشورا، او په دارالحکومتيو او علاقداريو کي د انتخابي غړو په گډون د شورا گانو جوړول هغه عملي گامونه وو چې پدې لاره کي واخيستل شول.   

د استقلال د گټلو نه ٨٧ کاله وروسته نننۍ افغانستان
پدې کې هيڅ شک نشته چې د وطن اوسني حالات ډير بوگنوونکي او د انديښنې وړ دي. د خپلواکۍ په ځاې بلواکي، د قدرت د تحکيم په ځاې د قدرت تقسيم او په سياسي، قومي، سمتي او ژبني اختلافاتو د مذهبي اختلافاتو ورزياتيدل  هر بادرده افغان کړوي.
خواشينئ يو چې  زمونږ هيواد د ټولو ځلاندو افتخاراتو سره-سره بيا هم د کورني استبداد، خارجي لاسوهنو او ملي يووالي د شوړيدو او له ځانه  دبې خبرۍ په پنجو کي گير دئ، او د پرمختگ او ترقۍ په لورې د خپل طبيعي ودې نه  بيا هم وروسته پاتې کيږي.

ديوه خپلواکه، سر لوړي، آباده، غښتلي او يو موټي افغانستان په هيله،  او پدې هيله چې زمونږ هيواد يو ځل بيا په سيمه او نړۍ کي وځليږي، ستاسي توجه يو شمير هغو تاريخي عکسونو ته اړوم چې ځنې يې شايد د لومړي ځل دپاره ووينئ او درته په زړه پورې وي.

چې يې مور وي په دې خاوره زيږولې                            چې  په هر   ژبه گويا وي خو افغان دئ
چې خيرخواه د وطن نوي ملنگ جانه                            خلص دا چې نه پښتون او نه انسان دئ

ستاسې د توجه نه مننه




© 1998-2008 Zamani Family all rights reserved