topper
 

دميوند د مجلې څخه په مننه

دافغاني ملکې ثريا له نظره د ښځو مقام


اعليحضرت غازي امان الله خان د 1306 ش كال، د ليندۍ د مياشتي له شلمي څخه د 1307لمريز كال، د چنګاښ تر لسمي نېټې پوري ځينو اروپايي، اسيايي او افريقايي هېوادونو په يوه اووه مياشتني اوږد سفر ولاړ. سره له دې چي دا سفر د نړۍ پرمختلليو هېوادونو ته شوى و، خو د سفر په ټوله موده كي غازي امان الله او هم ملكې ثريا خپل نيم مخ په نازك ټيكري پټ كړى و او په ټولو مېلمستياوو او غونډو كي يې خپل افغاني پړونى ايسته نه كړ. كله چي غازي امان الله له انګلستان څخه فرانسې ته ورسېد، د "هوهنلو" د ورځپاڼي خبريال له ملكې ثريا څخه د لنډي مركې هيله وكړه . دغه ورځپاڼه په پاريس كي خپرېدله، چي ديني او مذهبي معلومات به يې خپرول. ملكې ثريا دغه مركه په خلاصه ټنډه او خوښۍ سره ومنل او په شلو دقيقو كي يې د خبريال پوښتنو ته ځوابونه وويل. په مركه كي يوې تركۍ مېرمني په فرانسوي ژبه د ژباړي چاري پر غاړه لرلې. د دغي مركې متن هغه وخت له كوئټې څخه په خپرېدونكي اخبار، حبل المتين كي خپور شو . دا دى موږ يو ځل بيا د دغي مركې پښتو ژباړه خپروو، وبه وينو، چي افغاني ملكې، ثريا دري اتيا كاله دمخه د ښځو د ژوند په باب څه ډول نظر درلود .

پوښتنه : عليا حضرت ملكې! ايا ستاسي له نظره، په اسلام كي د ښځو حقوق خوندي دي، كه نه؟
ځواب : زه بېخي ډاډه يم، چي په اسلام كي د ښځو حقونه خوندي دي، د لويديځي نړۍ پوهان، مستشرقين او متخصصين ښه پوهېږي، چي د اسلام لوړ حكمونه د اخلاقي روزني په برخه كي ډېر ګټور ټكي لري، دا چي تر اوسه پوري په پوره ډول تعليم او تطبيق شوى نه دى، بېله خبره د ه. د لوېديځ خلك فكر كوي، چي ګني اسلام د ښځو پر حقوقو تېرى كړى دى، په داسي حال كي چي دا خبره بېخي بې بنسټه ده، هر هغه چا چي د ديني او مذهبي علومو په برخه كي لږي څېړني هم كړي وي، په دې مسئله پوهېږي. په هغه كچه چي د اسلام ځلانده لمر د ښځو نړۍ روښانه كړې ده، بل هېڅ دين او مذهب رڼايي نه ده وربخښلې، له يوه يا دوو حكومتونو پرته چي هغه هم د چاپېريال غوښتنه ده، نور په ټولو چارو كي ښځي له نارينه وو سره مساوي حقوق لري. هغه شخصي او اخلاقي روزنه چي په لويديځ كي ښځو تر لاسه كړې ده، د هغوى له مذهبي چارو سره هېڅ اړيكي نه لري، يوازي د ښځو غوښتنه ده، چي دوى يې له تمدن څخه برخمني كړي دي. كه له ديني او مذهبي نظره څېړني وشي، ښكاره ده، چي په اسلام كي ښځي د نورو اديانو او مذاهبو په پرتله له هره لحاظه ازادي لري او حقونه يې خوندي دي. هغه دين چي ښځي د پوره حقوقو درلودونكي بولي، اسلام دى او بس. دا اسلام دى، چي ښځو ته يې په سياسي او اقتصادي ژوند كي ونډه وركړې ده. ۱۳۴۶ كاله پخوا ښځو ته د بيعت په مسايلو كي چي اوس ټولټاكني او د ټولو رايي اخيستل بلل كېږي، ښځو ته برخه وركړل شوې وه. په داسي حال كي چي اروپايان اوس غواړي، ښځو ته د ټاكني او رايي وركولو حق وركړي. له دومره زيات پرمختګ سره، سره تر اوسه ډېرو اروپايي هېوادونو د ښځو دغه حق ته غاړه نه ده ايښې. البته دا ويلاى شو، چي د سمي او پوره زده كړي نشتوالى او د ځينو نيمچه ديني عالمانو كړو وړو د اسلامي نړۍ ښځي له خپلو حقوقو ليري ساتلي دي او د نورو دينونو علماء هم دغه ليريوالى د خپلي بې خبرۍ په وجه د اسلام له احكامو سره په تړاو كي بولي .
زه په دې سفر كي پوه شوم، چي د لويديځي نړۍ ښځي د اسلام له ګټورو حكمونو څخه بې برخي پاته شوي دي، نو ځكه ما امر وكړ، چي د ?اسلام او ښځو? په نوم كتاب خپور شي، چي دغه د بې خبرۍ ستونزه له منځه ولاړه او د لويديځي نړۍ ښځي د اسلام له ګټورو ارشاداتو څخه خبري شي . البته په دغه لنډه مركه كي چي تاسي يې له ما سره كوئ، دغه نيمګړتيا نه شي ليري كېداى .
پوښتنه : عليا حضرت! د پړوني او حجاب په اړه څه نظر لرئ؟
ځواب: داسي ډېر دودونه او رواجونه شته، چي د وخت په تېرېدو سره د دين او مذهب برخه ګڼل شوې ده . ديني او مذهبي عالمانو هم د ديني اصولو په څېر د هغوى د پر ځاى كولو ټينګا ر كړى دى، چي دا ډول حكمونه په نورو مذهبونو كي هم شته. له دې څخه يوه هم په اسلام كي د حجاب مسئله ده، چي دغه مسئله هم د دود او دستور له جملې څخه ګڼل كېږي. هغه څوك چي د اسلام له احكامو څخه بې خبره دي، دا مسئله د اسلامي محكمې يو حكم بولي. مګر هغه كليمه چي په اسلام كي د ستر او احجاب په باره كي ورته اشاره شوې ده، د تهذيب او اخلاقو له مخي ده، نه د تهديد او تحريم لپاره، بلكي دا قراني مقدس حكم د نارينه او ښځي تر منځ ګډ حكم دى، ياني د ښځو لپاره له مخ، لاسونو او پښو پرته ټول بدن ستر دى او د نارينه وو لپاره هم شرعي حد ټاكل شوى دى، چي له نوم څخه تر زنګنو پوري ستر دى . نو ويلاى شو، چي د ښځي او نارينه لپاره د ستر حدود هغه حدود دي، چي د لمانځه او د كعبې شريفي د طواف پروخت ټاكل شوي دي. د ستر او پردې مسئله يوازي په اسلام پوري اړه نه لري، بلكي د نورو اديانو په الهامي كتابونو كي ټاكلي حدود لري. كه موږ وګورو دا اوسنۍ پرده او د ستر مسئله د اسلام له لومړنيو حكمونو سره په بشپړ ډول توپير لري، لكه دمخه چي وويل شول، د يوې عنعنې او رواج شكل يې خپل كړى دى. د اسلام په لومړنيو پېړيو كي ښځي او نارينه يو ځاى د جګړې ډګر ته تلل او د ټپيانو پر ټپونو به يې پټۍ ايښودلې. دا چي اوس عيسوي ښځي دا ډول روغتيايي خدمتونه سر ته رسوي، هغوى هم له اسلام څخه زده كړي دي، ځكه چي په تاريخ كي نه ليدل كېږي، چي له اسلام دمخه دي ښځو د جګړو په ډګر كي داسي دندي سر ته رسولي وي. په دې ډول به په لښكر كي ښځو نارينه دې ته هڅول او د تېښتي او ناكامۍ په وخت كي به يې هغوى ته پېغورونه وركول، چي دا ټولي داسي دندي دي، چي له اوسنۍ پردې او ستر سره ډېر توپير لري .
سربېره پر دې د حضرت محمد e مېرمن، بي بي عايشه (رض) او د پيغمبر e لور، حضرت بي بي فاطمه (رض) هغه روزل شوي او عالمي ښځي وې، چي ډېر حديثونه او روايتونه ځني رانقل شوي دي. هغه وخت ښځي تل له نارينه وو سره په چارو بوختي وې، په غونډو، د جومات په لمونځونو، د اختر د لمانځه په مراسمو، د حج په مراسمو، د رئيس او خليفه د ټاكلو، غزاوو ته د تلو او رايي اخيستلو په وخت كي ښځي له نارينه وو سره يو ځاى وې. نو داسي څرګندېږي، چي ستر او پرده د هماغو شرعي حدودو تابع ده، نه د اوسنۍ عنعنې او دستور، چي په ځينو مسلمانانو كي يې رواجي شكل پيدا كړى دى .
پوښتنه : ايا ويلاى شئ، چي پړوني او رواجي ستر په اسلام كي له كومه ځايه او څه وخت باب شو؟
ځواب: تر هغه ځايه چي په تاريخونو كي څرګنده ده، تر اسلام دمخه ستر، د ټولني په لوړو طبقو كي رواج و او هغه يې د شان او شوكت يوه نښه بلله. له څلورګونو انجيلونو څخه څرګندېږي، چي د ابراهيم خليل الله u په وخت كي هم ستر رواج درلود. د مصر د فرعونانو او د ايران د پاچاهانو په وخت كي داسي خلك هم وو، چي له عامو خلكو څخه د ځانونو د بېلولو، شان او شوكت د ساتلو لپاره يې له پګړۍ او څادرونو څخه كار اخيست .
كله چي يې دويم خليفه حضرت عمر فاروق t ته د عجمو جنګي اسيران راوستل، نو د ايزدګر له دوو لوڼو، شېربانو او د هغې له خور څخه پرته نورو ښځو پړوني نه درلودل، ځكه چي د ايزدګر لوڼي د لوړي طبقې ښځي وې او په دې ډول يې خپل شان او شوكت ساته .
د چين او جاپان ملكو، د دې تر څنګ چي ځانونه يې د اسمان د لمر لوڼي بللې، ټول ژوند په پړوني او ستر كي تېر كړ. په اسلام كي د اوسني ستر رواج د بني عباس د خليفه ګانو د واكمنۍ په وخت كي منځته راغلى دى. هغوى په خپل دربار كي د عجمو دودونه او دستورونه د اسلام له شرعي ستر سره ګډ كړل. په داسي حال كي چي د دوى له واكمنۍ سره جوخت په هماغه وخت كي اموي خليفه ګانو په اندلس او قرطبه كي يوازي شرعي ستر درلود او ښځو هم په لوړو مدرسو او ښوونځيو كي زده كړي كولې او تراوسه هم د عربو په هېوادونو، غربي نړۍ او ان په ټولو عربي هېوادونو كي د شرعي ستر هماغه حدود ساتل كېږي. كه چېري ستر واجب وي، پرېښودل يې بايد حرام او ترك كوونكي ته يې بايد جزا وركړل شي. په داسي حال كي چي د نړۍ زياتره مسلمانان (د بشپړه ستر په مانا) ستر نه لري. د اسلام له پيل څخه تر اوسه پوري نه ليدل شوي او نه اورېدل شوي دي، چي يوه ښځه دي د حجاب ليري كولو له امله د جزا او عذاب وړ ګرځېدلې وي او دا هم نه ده ليدل شوې، چي د حضرت محمد e ، خلفاى راشدينو او يا اوسنيو واكمنانو پوري يوه پاچا، يا خليفه دا خپله دنده ګرځولې وي، چي كليو او بانډو ته ولاړ شي او د خلكو د اوسېدني په سيمو كي دي د ټيټي طبقې ښځي د ستر په ساتنه مجبوري كړي. په اوسني وخت كي ستر يوازي په ښارونو او هغه هم په لوړو او اشرافو طبقو كي رواج لري او په تبعيض او تخصيص د ځان لپاره ساتي، ځكه نو هېڅ وخت د نوكرو او خدمتګارو ښځو څخه د ستر غوښتنه نه كوي او پر خپلي بې ايمانۍ سترګي پټوي .
په اسلام كي بايد د ستر مسئله د نورو خواوو په نظر كي نيولو سره وڅېړل شي او هغه دا چي ايا له لويديځوالو څخه د ختيځوالو تقليد ته په پام سره، چي په چټكۍ سره روان دى، ممكنه ده، د ستر اوسنى رواج په ختيځ كي پاته شي؟ په داسي حال كي چي له لويديځي نړۍ څخه د ختيځوالو تقليد دومره چټك دى، چي په لږه موده كي به د هغوى له ټولو رواجونو او جامو څخه تقليد وشي .
د ستر په باب بله موضوع دا ده، چي ايا اوسنى رواجي ستر د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د ختيځي نړۍ د وروسته پاته والي لامل نه ګرځي؟ په دې كي شك نشته، چي اوسنى رواجي ستر د ښځو د لوړو زده كړو خنډ دى او د بشري ټولني دغه نيمه برخه له تمدن او پرمختګ څخه پاته كېږي. په دې منظور ختيځوالو نيت كړى دى، چي له بېكارۍ او فلج كېدو څخه د بدن، د دغي نيمايي برخي د ژغورولو لپاره رواجي عادت پرېږدي
بې له شكه چي ښځي نه يوازي د قوم او ټولني په پرمختګ كي برخه لري، بلكي د دغه پرمختګ بسنټ جوړوي. نو كه د يوه ملت او ټولني ښځي له لوړو زده كړو او د ورځي له مروجو علومو څخه بې برخي وي، څنګه كېداى شي، چي هغه ټولنه او قوم له نورو ټولنو سره سيالي وكړي، چي وايي د ښځو له دغه ستر سره، سره دي د هغوى پوهه هم لوړه شي. د لنډ او محدود نظر خاوندانو فكر يوازي تر ليكلو او لوستلو پوري رسېږي. په داسي حال كي تجربه او ټولنيزه روزنه د لوړي پوهي او د پوهنځيو د لوستلو په نتيجه كي په لاس راځي. بايد ووايم، چي د داسي پوهي او تجربې تر لاسه كول او په ټولنيزو چارو كي ګډون كول له رواجي پردې سره ممكن نه دى. كه ختيځوال غواړي، له لويديځوالو سره سيالي او رقابت وكړي، نو له نامطلوبو دودونو څخه دي ځان وژغوري، په خپله دي كار وكړي او له هغوى څخه دي تقليد نه كوي، ياني اوسني رواجونه، ستر او پرده دي ايسته كړي او هماغه شرعي ستر، چي د لوى خداى او رسول اكرم e حكم دى، پر ځاى كړي . له مخ، پښو او لاسونو پرته دي ټول وجود پټ ساتي او خپل ملي شعاير دي د مذهب له اصولو سره يو ځاى كړي، چي په دې توګه هم له اوسني پرمختګ څخه بې برخي نه شي او هم د ستر له خلاف او نامطلوبو رواجونو څخه وژغورل شي. كه دغه فرصت له لاسه وركړي، د ستر خلاف د لويديځ تقليد به د ختيځي ټولني د پرمختګ ستني ډېر ژر وراني او له منځه يوسي .
زه د دغه سفر پاى ډېر روښانه ګورم او ويلاى شم، چي په اروپايي ټولنه كي د اسلام په نوم نه، بلكي په نورو ډولونو به د اسلام اصول ډېر دودونه او رواجونه ځاى ونيسي او اروپايان به د خپل ژوند د تمدن لپاره له هغو څخه ګټه واخلي .

 





© 1998-2008 Zamani Family all rights reserved