topper
 

استاد محمد يوسف غېرت

روح دې ښاد شه زماني صيب!


وې مخكښ د ملي هيلو، هڅول دې افغانان
روح دې ښاد شه! زماني صېب درپسې كوو ارمان
د ناخوالو په بهير كې ستا خوځښت د بېدارۍ وو
ستا احساس انقلابي وو ستا شعار د ترقۍ وو
نوښتګر د علم او فن وې، د ټولنې په سمون كې
ددې خوار وزار حالت نه تا سره فكر د خلاصۍ وو
د كونړ د دنګو غرونو ته شاهين وې رالوتلې
تا سره غم د خپل وطن وو، ستا نظر د ورورلۍ وو
ته لارښود د مدنيت وې، په هر چا وې مهربان
روح دې ښاد شه! زماني صېب درپسې كوو ارمان
انځور كړي ستا قلم وو، د شرقي ښكېلاك ظلمونه
تا دنيا ته رسولي د ولس خپل پېغامونه
هلې ځلې ستا وې ډېرې د يو روڼ سبا لپاره
د سوچونو سره مل وې تېرول تا شوګيرونه
ستا قلم او قدم دواړه په يوه لاره روان وو
د قوي عزم شهكار وې، تا ليدلي زندانونه
د غرور نه ستا نفرت وو، خوښول دې مظلومان
روح دې ښاد شه! زماني صېب درپسې كوو ارمان
د سپين غر د لوړو څوكو ستا اوچتې ارادې وې
نوې پوهې ته په هڅه ستا همېش نارې سورې وې
هڅول او نازول به تا ځوانان د علم لور ته
دا ستا د بصيرت څه عجيبه شان پلوشې وې
ليكلي ستا كتاب كې دي د ژوند د خوند رازونه
رڼا د معرفت ته ستا به هر وخت تلوسې وې
په زړه كې وو ستا قدر د عالم هر يو انسان
روح دې ښاد شه! زماني صېب درپسې كوو ارمان
ته وې ځغلند ځلاند ستورې د تدبير په لوى اسمان كې
د پراخ نظر خاوند وې ستا وې سترګې ټول جهان كې
كاشكې اوس هم لا ژوندى وى، ستا ويل زموږ منل وى
تاته اوس ډېر ضرورت وو، په دې وران افغانستان كې
ستا په شان دې خداى پېدا كړي اتلان په دې جهان كې
چې يو سم سمكۍ  جوړ شي په كوډله د افغان كې
غېرت تاپسې خپه دى يادوي دې هر زمان
روح دې ښاد شه! زماني صېب درپسې كوو ارمان




© 1998-2008 Zamani Family all rights reserved