topper
 

 

ډاکتر سبحان هاتفي، کاليفورنيا 

 (جنگ استراد استقلال افغانستان يا جبهه فراموش شده کنر وچترال)
 د کتاب په اړه څو خبرې


رښتياياحقېقت کېداى شي د يوې لنډې مودې لپاره پټ وساتل شي، خو تلپاتې پټول يې يوناشونى کار دى. ددې غوره مقولې پربنسټ دمسکاانتشاراتي موسسې دښاغلي ډاکټرعبدالرحمن زماني په پياوړي قلم او همت په ٢٢٦ مخونو ليکل شوى کتاب په ١٠٠٠ ټوکونوکښې  چاپ  او خپور کړى دى. زه په داسې حال  کښې، چې دا ستره  بريا ښاغلي ډاکټر عبدالرحمن زماني، اغلې‌ ډاکټر نجيبه زماني او د زمانې درنې کورنۍ ته د زړه له کومې مبارکي وايم ، هيله من يم،چې  راتلونکي  کول ته به د تاريخ  تيارې پاڼې روښانه کړي.

سور نيواکي يرغلگر پوځ دنړيوالې ټولنې ټول مقررات تر پوښو لاندې کړل او زمونږ پر گران لرغوني ټاټوبي يې بربنډ تېرى وکړ. ددې تېري اساسي موخه دا وه چې د افغانستان ملي کړکېښ او د افغانانو دملي کولتوري شتون  په له منځه وړلو دا له  وياړه  ډکه خاوره بې څښتنه و ښيي او لکه دنورو ١٦ جمهوريتونو په څېريې خپلې خاورې ته  ورگډ کړي ، خو وليدل شول، چې ((چاه  کن د رچاه است  )). د روسانو يرغل زمونږ دگران هېواد دوه پر درې برخې خاورې ايرې کړې ، دوه ميليونو افغانانو د شهادت  جام په سرواړاوه ، له يو ميليون ډېر  په ډله ييزه توگه  کډوالۍ ته اړ شول او خپل خوږ وطن  يې پرېښود، چې  بې شمېره  ستونزې ، کړاوونه او ناندرې يې ورسره  وزغملې .

دوروستيو څو لسيزوغوره لاسته راوړنه مو دا ده، چې په کښې نيکمرغو هېواد پالو ځوانانو د دغو هېوادو له علمي موسسو، موزيمو، کمپيوټري اسا نتيا وو او کتا بتونو  څخه په گټه اخستنې خپلې لوړې زده کړې په دې هيله بشپړې کړې ، چې يوه ورځ  به د گران هېوادافغانستان په  بيارغونه کښې برخه اخلي او خپله پوهنه  به لکه څنگه ، چې لازمه ده ،وکار وي او د هېواد او هېوادوالو دچوپړ وياړ به  ترلاسه  کوي .

مونږ په داسې حال  کښې، چې  د دغوبااحساسو ملي ځوانانو هېواد پالنه ستايو، خو له بده مرغه په اصطلاح ځينو پوهانو ، ډاکټرانو، چې د همدې وږي او بربڼد ملت پر لگښت دغه علمي مقام ته رسېدلي ، ملي گټې په پام کښې ونه نيولې، د ځان جوړونې او ځان بسيا کولو پر ناروغۍ اخته شول. ځينو په کښې په پوره سرکوزۍ افغانستان دوه لاسه پردو ته وسپاره او پر ملي ارزښتونو يې ښکاره ملنډې پيل کړې. تر ننه يې خپل قلم او دکورنۍ غړي ، د نيواکي ځواکو نوپه گټه وکارول.  زه،  خو دا وايم، چې د دوى نومونه  به تل  په تور رنگ په تاريخ کښې ليکل کېږي.
دوى بايد پوه شي، چې دا د يويشتمې پېړۍ غوښتنه ده او نيواکي هلې ځلې، چې په هره بڼه وي، د هغې ټغر بايد ورټول شي؛ فرهنگي انحصار  او اختناق، چې په وروستنۍ څېړنه کښې د خپلواکۍ ، ځمکني بشپړتيا او ملي يو والي له منځه وړل گڼل شوي دي؛ نو اړينه ده، چې د افغان رښتني بچي دا ملي دنده  بولي ، چې ددوى پر ضدخپلې هلې ځلې نورې هم چټکې کړي .

اوسني ملي ليکوال ،کړکېښ ليکوونکي اوشاعران دې ته اړ نه دي، چې خپل با ارزښت وخت او پوهه د يو غير ملي نظام ، يو گوډاگي مستبدواکمن  بې ځايه او بې بنسټه ستاينو  ته وقف کړي . پخوا که  به يو ليکوال يوه  تاريخي پېښه کټ مټ هغسې، چې پېښه شوې وه، د کاغذ پر مخ انځورکړه؛ نو دا به د چارواکو لپاره د زغم وړ  نه وه او  سمدلاسه به يې پرې کلک غبرگون څرگند شو.
ملي ليکوالان د ملي رسالت  او اخلاقي دندې دتر سره کولو لپاره هر راز سرښندنې ته حاضر او د وجدان خلاصولوته له دې څخه هم  د ناوړه غبرگون په طمع ول. هغه  وخت هم وهل، ټکول،  په زندان  کښې اچول او حتا په مرگ محکومول ، د ملي شخصيتونو ، ملي ليکوالو او هېواد پالو افغانانو په برخه رسيدلى کار و.
 ډېروليدلي، چې ډېرو ملي هېوادوالو موپه زندانونو او سياه چالانو کښې خپل دماغي حالت له لاسه ورکړ ى او ډېرو په کښې په  پوره  مېړانه د شهادت مقام تر لاسه کړى دى. هغه وخت حق ويل او د حق پلوي کول لوى جرم شمېرل کېده او حقپالونکي حتا د توپونو خولې  ته وتړل شول.

راځئ درنولوستونکيو د پورتنيو کرښو دثبوت لپاره  د علامه ارواښاد حبيبي دکتاب ((جنبش مشروطيت درافغانستان )) ٣٨ مخ  په گډه ولولو.
[(( به  قول  مير قاسم خان ((مولوي محمد سرور واصف)) استادى که  بودمدرسه حبيبه نظير ش باز به چشم نديده ؛ هم عالم بود، هم اديب ،شاعر  و روشنفکر  مبارز وجسور. بعد از آنکه  مولوي محمد سرور واصف در شيرپور  محبوس گرديد، بعد از دو روز بلادرنگ در تپه شيرپور به توپ بسته شد و با سعدالله خان برادرش  و عبدالقيوم پسر کاکايش يکجا اعدام شدند. هنگاميکه واصف را به  توپ مى بستند، وى بر پاره کاغذ نوشت ((من درحاليکه به امنتُ باللهِ وملائکته .... ايمان کامل داشتم، به حکم امير کشته  شدم ))].
کاشکې  دغو د ظلم او نارواووبتانو مخکې له دې، چې د انسان او انسانيت پر ضدوجنگېږي، يو ځل يې  د ناپيليون بناپارت لاندې وينا لوستې واى .
[((تاليران يکى از وزارى ناپيليون بناپارت روزي به ناپيليون گفت (((عالى جناب با سر نيزه همه کار ها ميشود؛ فقط يک چيز نميشود و آن اينکه نميتوان روى ان نشست .حکومتيراکه  اتکا يا تکيه گاهش سر نيزه  باشد، هرگز آينده نخواهد داشت ))].

په هغه ټولنه کښې، چې بې عدالتي، لوږه ، بېکاري ، بې کوري ، رشوت ، اداري فساد خپل اوج ته رسېدلى وي او د ځنگل قانون حاکم وي؛ زورور ټوپک والا تل د کمزوري وينې تويوي. د دې ترڅنگه څو  د گوتو د شمېر په اندازه د عامو وگړيو د وينې پر زبېښلو، ميليونران او پاتې نور د يوکپ  ډوډۍ سوال ته ناست وي. آيا په دغسې يوه ټولنه کښې د څه بدلون طمع کېداى شي؟

د ټولنيزو چارو پوهان ددې ټولنې په اړه  وايي :  په هغه ټولنه کښې، چې دحکومت او ولس ، خوار او شتمن يا د  بېوسه او وسمن  ترمنځ واټن پراخه شي؛  دا خپله  لويو پاڅونو، خوځښتونو او حتا سترو انقلابواو ټولنيزو بدلونو ته زمينه برابروي. د روڼ اندو افغان ليکوالو دنده ده، چې د خلکو دويښونې او حق غوښتنې په نيت قلم وکاروي او خپلې هنري پنځونې ټولنې ته په هنري بڼه وړاندې کړي . ټولنيزې  ناخوالې ، نادودې  اوپرته له قناعته ژوند بې عدالتي ونوموي؛ ځکه، چې دا ټولنيز رنځونه د تاريخي وراثت او رسالت ريښې زيانمنوي.دا څنگه کېدى شي، چې يو رښتينى رنځور مل پرې سترگې پټې کړي يا  بې تفاوته او غلى پاتې شي ؟  نو رښتينى ډاکټر او رنځورمل دا خپله دنده بولي، چې د يوې روغې ټولنې د لرلو لپاره ددغو ټولنيزو مکروبونو پر ضد د مبارزې ملي ډگر ته را ودانگي.
 رښتينى ډاکټر  د نړيوالې روغتيايي ټولنې هغه سپارښتنه  په پام کښې نيسي، چې د روغتيا پېژندنې، هڅونې او ساتنې په اړه څرگنده شوې او هغه دا ده :
((د يوې ټولنې يا وگړي دجسمي، روحي، اخلاقي او پولي چاپېريال پياوړتيااو ښه والي ته روغتيا وايي)).
گران ډاکټر ښاغلي عبدالرحمان زماني، چې د ملي احساس  روحيه يې د خپلې درنې اومبارزې کورنۍ له چاپېرياله  ترلاسه کړې ، دخپلې روڼ اندۍ او مبارزې تر څنگه يې د تلسکوب، ناروغ ، درمل او روغتون  پېژندنې له  پولې گام  پورته کړى  اود يو تکړه روغتيا ژغورونکي په توگه  په دې طمع نه دى ناست، چې يو شتمن ناروغ شي ، بيا يې کتنځي ته ورشي اود څو روپيو پر لگښت  خپله روغتيا تر لاسه کړي.  ټول پوهېږي، چې دا ډله د ټولنې يوه سلنه هم نه جوړوي ، خو دهغو پاتو ٩٩ سلنې عامو او بېوزليو وگړيو  درملنه او د ژوند بسيا کول  به د چا دنده وي ؟

ښاغلي ډاکټر زماني خپله پوهه د همدې ربړيدلي ، ځورېدلي، وږي او بربنډ ولس د خولو او لاس تڼاکو پايله گڼلې او د هغوى چوپړ يې خپل ملي رسالت شمېرلى دى.
ډاکټر زماني دا هوډ وکړ، چې سمدلاسه لاس په کار شي په پراخ ټټر  او په سړه سينه په علمي موسسو کښې پلټنې پيل کړې، کله به  يې افغانستان ، کله به پېښور، لندن او واشنگټن ته سفرونه وکړل اوبېلابېلو مو زيمو نه، کتابتونونه او ارشيفونه يې وپلټل او لاسته راغلي مواد يې وڅېړل . همدارنگه يې د سيمې له سپين ږيرو او تاريخ پوهانو سره  خبرې اترې شوې دي . ددې ټولو هلو ځلو پايله دا شوه، چې (( جنگ استراد استقلال افغانستان  يا جبهه فراموش شده ءچترال وکنر)) په  اړوند ليکنه پيل کړي .

د افغانستان په کړکېښ کښې د استقلال دڅلورمې جبهې په اړه  ارواښاد عبدالخالق اخلاص يو ډېر  په زړه پورې منظوم کتاب ليکلى ، چې په ١٣٦٥ ل هـ کال  کښې غښتلي ليکوال ښاغلي حبيب الله رفيع يې د چاپ او څار زيار گاللى دى. په دې   ارزښتمن  کتاب کښې، چې د افغان  باتور ملت د انگريز ضد  مبارزو يو پراخه څپرکى جوړوي،  پرده پورته شوې ده .

تر هغه ځايه چې ما اورېدلي دي د وخت او شرايطو پر لامله ښاغلي  محمد هاشم زماني ددې کتاب په لومړي  چاپ  کښې له غلطيو سرټکونه کړې. او په دې هڅه کښې و، چې دا کتاب بيا له سره چاپ شي. ښاغلي ډاکټرعبدالرحمان زماني دارواښاد  محمد هاشم زماني دا اندېښنه  د خپل کتاب په بياچاپولو له منځه يوړه . دا له تاريخي څرگندونوډک کتاب په پوره زيار اود مستندو توکو پر لرلو  ليکل شوى دى. د قلم او تورې اتل حضرت خوشحال خټک بابا فرمايلي :
ننگيالي دي چې يادېږي                                په سندرو هم په وير
په دې  ارزښتمن تاريخي کتاب کښې زماني صاحب  د ډېرو ملي  اوروحاني شخصيتونو له  کارنامو په پوره  درناوي يادونه کړې ده.
 د بېلگې په توگه جنرال عبدالوکيل نورستانى، جنرال خان محمد کونړى، حاجي جمدر خان، حاجي صاحبان بارگام ، عبدالحکيم اخندزاده ، حاجي صاحب ترنگزى  ، ملاصاحب چکنور ، ملاصاحب بابړ ، مياصاحب سرکاڼي او داسې نور.

دکتاب  زياته برخه حضرت غازي اميرامان الله خان او لوى غازي مير زمان خان شخصيتونوته ځانگړې شوې ده .
د غازي امير امان الله خان په اړه که کوم افغان څه ويلي هغه  يوې خوا ته پرېږدئ ؛ راځئ  هغه څه، چې د ايران نامتو ليکوال ښاغلي احمد نامدار ليکلي ولولو:
(( کله، چې په ١٣٠٧ ل هـ  کال کښې امان الله خان د خپل اوږده سفر په ترڅ کښې ايران ته راغلى و ، دده سفر يو ولوله خېزه سفر و او ډېر زيات درناوى يې وشو، خو څه وخت وروسته له افغانستان څخه خواشينونکي خبرونه راورسېدل ، چې هلته اغتشاش شوى او امان الله خان له افغانستان څخه د تل لپاره ولاړ. يو وخت، چې روم ته لاړم ؛  پوه شوم، چې امان الله خان په روم کښې دى ، زړې خاطرې مې په ذهن کښې راژوندۍ شوې او زړه مې وغوښتل، چې ورسره ووينم . هغه مې په کور کښې ومند، د انتظار په خونه  کښې مې له اعليحضرت او ملکې دواړو سره وليدل . امان الله خان ستړى او مړاوى ښکارېده ، د ستړيا لامل مې ترې وپوښته ، ځواب يې راکړ : په اروپا کښې اوږدې استوگنې ستړى کړى يم ، روحاً مې ځوروي او بيا يې آه وکښله او ويې ويل: (( وطن څومره گران څيز  دى؛ زه نه پوهېږم، چې څه سحر په کښې دى او څه قدرت دى، چې د وطن خاوره مې که څه هم ډېر وروسته پاتې  هم ده ، انسان  خپل لور ته ورکاږي او زياته يې کړه: باور وکړه زه په افغانستان کښې بنديتوب په ايټاليا کښې ترپاچاهۍ غوره گڼم. اوښکې يې په سترگو کښې راوگرځېدلې ...))

 د لوى غازي مير زمان خان  په اړه  لاندې څو ټکي  له خپور شوي کتابه  رانقلوم  :
((غازي مير زمان خان کنرى به پاس خدمات و جانفشانى هايش موفق  به اخذ چهار مدال  (لوى خان ) ،(وفا) (صداقت) و(خدمت ) نايل شد.
اين بزرگمرد آزاد يخواه  و وطنپرست از انجمله مبارزان ومجاهدين بود که تا اخر عمر به غازي امان الله خان وفادار ماند و از پروگرامهاى تجدد وپيشرفت اش پشتيباني نمود وتااينکه  در يک دسيسه دشمنان سوگند خورده اى افغانستان و عمال ذليل دون  همت داخلي شان در مسجد شينکوړک کنرها  حين اداى نماز خفتن مورد حمله  ناجوانمردانه قرار گرفته و به عمر (٥٨) سالگي جام شهادت نوشيد.

دڅلورمې جبهې کتاب درنو  لوستونکيو ته د افغانستان د اوسني کړکېچ  له يوې وياړلې ناويل شوې برخې څخه غوړول شوې پرده پورته کړه . دلته  ماته او هر بااحساسه په افغانستان مين ته دا سوال پيدا کېږي، چې پرداسې يو افغان د ملي  کړکېښ  يو لوى څپرکي ولې ټولو سترگې پټې کړې وې؟؟؟!

که شاهي کورنۍ د خپلې کورنۍ د کاذب وياړ په پام کښې نيولو سره دا له شرمه  ډک عمل ترسره کړى وي؛ خامخا به اوس پوهېدلي وي، چې له ملت سره يې کلکه جفا کړې ؛ ځکه لمر په دوه گوتو نه پټيږي . د لته سوال د تاريخ ليکونکو ته هم متوجه دى، چې دوى په کوم دليل خپله مسلکي  ملي دنده په دې اړوند ترسره کړې نه ده؟ که  دوى د زمانې اختناق دليل راوړي؛  هغه د کتاب د چاپ په اړه منطقي دليل کېدى شي، خوهغه ليکنه، چې په دې اړه يې کړې،  تر ننه ولې ولس ته د لوستلو لپاره وړاندې شوې نه  ده؟ جوته ده، چې دوى خپل ملي رسالت ترسره کړى نه  دى . شايد ځيني هم  دا  ووايي، چې مونږ((د خان نوکران  يو نه د بانجان )).

د ټولنيزو چارو پوهان وايي  ((غوره  بولو، چې حقيقت ووايو او ځانونه  وځوروو؛ نه  دا، چې د حقيقت په پټولو حقيقت  وځوريږي)). دلته غوره بولم، چې ددې کتاب په اړه د ښاغلي سيستاني له کره کتنې څخه  لاندې څو کر ښې لوستونکيو ته وړاندې کړم . (( متاسفانه نه ازين جبهه و از شجاعت و پايمردي قوت هاى قومي تحت رهبري وسرکرده گى مير زمان خان کنري در کتب تاريخي کشور مثل تاريخ غبار(بجز ذکر نامى در جمله ساير جهاديان )  و در ((افغانستان  در پنج قرن اخير))  حتى نامى از وى برده نه شده )).

دډاکټر صاحب عبدالرحمن زماني په هوډ، همت او قلم دې آفرين او برکت شي، چې خپل ملي رسالست يې  راتلونکي کول ته په ښه توگه ترسره کړ. ډاکټر زماني دخپل  نيکه حق  هم پر ځاى کړى، خو د يوه ښه امانت کار په توگه يې د نورو وياړليو  ضد استعماري ، افغان ملي اتلانو او رښتينو شخصيتونو له کارناموڅخه  هم يادونه کړې ده.

زه هم د خپلواکۍ د لارې  دشهيدان  او نومياليو د نومونو په يادونه د هغوى دحق ادا کول غواړم :
الله (ج) دې ارواښاد  محمد هاشم زماني ته جنتونه ور په برخه کړي ؛ يو رښتينى اوزړه سواند هېواد پال افغان و. زه به کله کله ددې لپاره، چې ددې وياړلي افغان له ناورينه د ډک ژوند کيسې واورم ، سلام ته به  ورتلم . کله به،  چې زماني صاحب د پاک الله  فرضي عبادت ترسره کړ؛ نو  پاتې وخت  به يې د قلم، کاغذ او کتاب  په کارولوتېرولو .
يوه ورځ د محمد هاشم زماني کرايي کور ته لاړم د ميلمنو په خونه کښې د لوى غازي ميرزمان خان ښکلى  لښکري انځور ځوړند و؛  دده جذابې څېرې او صاحب منصبي  د ريشۍ د هغه وخت  د اردو نظام، نظم او دبدبه ښودله . پدغه ورځ  خداى بخښلي محمد هاشم زماني راته وويل ((ډاکټره کمره دې راوړې، چې د جهاد يوه نخښه  در ښيم. دا، چې زماني صاحب خپله د اوږدې ناروغۍ له لامله، چې ور پېښه  وه ،
 د گر ځېد و ځواک نه درلوده ژغ (غږ) يې کړ، چې  قدرمنې (ترور) راشئ! هغه مبارکه راغله ، له سلام وروسته مې د هغې لاسونه ښکل کړل . ترور پر ما ډېره  گرانه وه؛ ځکه، چې ترورد يوې رښتينې پښتنې ميرمن په توگه نه يوازې دا، چې ټوله ځواني يې له زماني صاحب سره په غمونو کښې تېره شوې ، بلکې د ژوند تر وروستيو سلگيو يې د خپل خاوند چوپړ هم وياړ گاڼه .

ښاغلى محمد هاشم زماني پتمنې ترورته  وويل ((هغه د جهاد علم مبارک  او د غازي پلار کمربند راکښته کړه. د جهاد دمبارک علم په اورېدو سره مې ولولې را وپارېدې ، علم مبارک او کمر بند په يوه چارخانه  څادر کښې تاو ول. کله يې، چې هغه خپور کړ؛ سترگې مې په مبارکوو ايتونو ولگېدې، کلمه  شريفه مې  ولوسته. هغه وخت د خپلواکۍ غوښتنې دجهاد عظمت او حقانيت مې په ذهن کښې راژوندى شو؛ هغه نوميالي غازيان  را په ياد شول، چې په تشه گېډه، لوڅې پښې، څيرې گرېوان پر جزائيل توپکونو ،لور(داس) او تورويې دزمانې له ستر ځواک سره ډغرې وهلي او انگريزانوته د ټولو جنگي وسيلو د درلودلو سره سره  کلکه ماته ورکوي ، چې دهغو د جهاد او مېړانې له برکته دانگريزانو امپراطوري  ټوټه ټوټه شوه  . دوى يو ځل بيا هغه وخت نړيوالو ته په ثبوت ورساوه، چې د زمريانواو اتلانو داخاوره  يو يرغلگر هم ترپايه ترخپلې قبضې لاندې ساتلې نه ده.
زماني صاحب د علم مبارک په اړه معلومات راکاوه ، خو زما تلوسه دا وه، چې د له هغه څو قطعې عکسونه او انځورونه واخلم . لومړى مې د علم مبارک عکسونه او بيا مې کمربند د هغه تر څنگ کېښود نور عکسونه مې واخيستل .
ددې پورتنۍ کرښې يادونه مې ځکه وکړه، چې ما د څلورمې جبهې مبارک علم پخپلو سترگو وليد او هغه مې په خپلو سترگو وموښه . په پاى کښې مې محمد هاشم زماني ته  وويل ،چې ماما! دا مبارک علم بايد په يو موزيم کښې د تل لپاره خوندي شي؛ ځکه دا د افغان ملت  د تاريخ يوه وياړلې پاڼه ده . اروښاد زماني صاحب په ځواب کښې را ته وويل : ډاکټره زه  هم په همدې سوچ کښې يم.کله، چې  په هېواد کښې يو ولسواک  حکومت چارې ترلاسه کړې  او موزيمونه د لوټمار څخه  خوندي شي ، هغه وخت دا علم مبارک به موزيم ته وسپارو.

زه ،خو لېونۍ مينه د افغان  له وياړلي  کړکېښ او کولتور سره لرم . اى کاش ، چې څه پوهه مې درلودلى او
 ددې  کتاب پر منځپانگې مې خپل نظر ليکلى واى ، خو په پوره  باور ويلى شم:  کله، چې يو کتاب هغه هم
 علمي وي او يا دکړکېښ پر موضوع ليکل شوى وي؛ دا خپله يو چلنج دى، چې ټولنې ته وړاندې کېږي او ليکوال  به يې هرو مرو دخپلو ژورو څېړنواو پلټنو په پايله  پرې بشپړ ډاډمن وي . ټول پوهېږي ،چې د علم ساحه خورا پراخه ده ؛ نو که چېرې قدرمن لوستونکي د کومې برخې سره بل ډول اندېښنه لري، د هغه اند او وړانديز که په مستندو علمي اسنادو او دلايلو ولاړ وي ، د ډېر قدر وړ دى او کولاى شي خپل نظر په ليکلي توگه د کتاب  له ليکونکي سره گډ کړي ، چې ددې علمي مرستې سره کتاب په بل چاپ کښې نور هم شتمن او باوري شي.
زه ددې با ارزښته کتاب  دلوستنې سپارښتنه هر  افغان ته کوم .

 

 




© 1998-2008 Zamani Family all rights reserved