topper


Ghazi Mir Zaman Khan
غازى ميرزمان خان کنرى


دغازي ميرزمان خان لنډه پيژندنه

زندگينامه مختصر غازى مير زمان خان کنرى

جبهۀ چهارم جنگ استقلال و نقش میرزمان خان کنری درآن

دافغانستان د خپلواکۍ شهسوار

په ملي خپلواکۍ گټنه کې د لوى خان لويه برخه

 


لوې خان غازى ميرزمان خان کنرى

١٢٤٨ تر ­ ١٣٠٧هجرى شمسى


دلوې خان غازي ميرزمانخان نوم په افغانستان کې د انگريزانو سره د افغانانو په دريمې جگړې پورې نه شليدونکې مهم تړاو لري. په هيواد او خپلواکۍ مين دغه شخصيت د هغو محدودو کسانوپه ډله کې ؤو چې د هيواد د بشپړ استقلال د گټلو او ژورو بدلونونو په پړاو کې يې مهم او تاريخ جوړونکې رول درلود. ميرزمان خان په ١٨٦٩ ميلادى (١٢٤٨ هجرى شمسى) کال کې د کنړ د لمټک په کلي کې د حاجي گلروز خان په کور کې سترگې وغړولې.دهغه غور نيکه محمد اکرم خان د سپين غره د تيرا دسيمې  مشر ؤو چې د قبيلوي شخړو او اختلافاتو په وجه يې خپل کلې "کوټ" پريښود او د کنړ د لمټک په سيمه کې ميشته شو.

 

 

ميرزمان خان د انگريزي استعمار سره د فطري دشمنۍ په وجه  د ځوانۍ له وخته د آزاد سرحد په سيمه کې د آزادي غوښتونکو جنگياليو سره نژدى اړيکي درلودې، د هغوې د پاڅون او جهاد ملاتړ يې کاوه، او خپلو جنگياليو ملگرو سره به يې د ديورند د کرغيړنې ليکې نه په اوختو سره د هغوې په  وسلوالو مبارزو کې عملي ونډه اخيسته.

په صوبه سرحد او افغانستان کې د غازي ميرزمانخان د نوم او شهرت انگازې هغه وخت خپرې شوې کله چې يې په ١٩٠٨ م کال کې د انگريزانو په وړاندې د مهمندو په مشهورې او تاريخې غزا کې، چې په تاريخ کې د "سرې غزا" په نامه ثبت شويده، د غازيانو د يوه وتلي مشر په توگه برخه واخيسته. د انگريزانو سره د ميرزمان خان همدا دشمني او شهرت د ځوان شهزاده "عين الدوله" امان الله خان سره د پيژندگلوۍ سبب شو، ِ هغه پيژندگلوي او آشنايي چې د وخت په تيريدو او بيلابيلو تاريخي ازميښتونو نه وروسته په کلکې دوستۍ او ورورگلوۍ بدکه شوه، او د ژوند تر پايه يي دوام وکړ. له بله پلوه د ډيورند له ليکي اوښتل او په انگريزي قواوو وسله وال بريدونه سبب شو چې غازي ميرزمان خان د امير حبيب الله خان د رژيم تر څارنې لاندې راشي او د يوې دسيسې په ترڅ کې زندان ته واستول شي. شهزاده امان الله خان به په زندان کې د غازي ميرزمانخان پوښتنه کوله.  په زندان کې د يوه کال د تيرولو او نورو سياسي بنديانو او مشروطه غوښتونکو سره د معرفت نه وروسته  ميرزمانخان په ضمانت خوشې او کنړ ته ستون شو، خو ډير ژر بيا ونيول شو او د شيرپور زندان ته واستول شو. هغه داځل د ١٩١٩ م کال تر فبرورۍ پورې، کله چې اميرحبيب الله خان په لغمان کې ووژل شو، د پنځو کلونو دپاره په زندان کې پاته شو.

کابل ته د امير حبيب الله خان د مرگ د خبر په رسيدو سره  سم غازي ميرزمان خان د خپلو ملگرو سره د زندان نه خلاص شو، او د سردار نصرالله خان په ځاى يې امان الله خان ته د مشرقي د خلکو او قومونو د بيعت په اخيستلو او د هغه د حکومت د ټينگښت په لاره کې تاريخي کوششونه وکړل، او ډير ژر ورته بيا د انگريزانو سره د افغانانو په دريمې جگړې يا د هيواد د خپلواکۍ په جگړې کې  د کنړ د اولسي لښکرو مشري او د چترال د جبهې قومانداني وسپارل شوه. د چترال (ارنوۍ، دوکلام، لمبربټ او اسمار) دغه بريالۍ جبهه د استقلال د څلورمې جبهې په نوم ياده او ثبت شويده.  غازي ميرزمان خان په ١٣٠٣ هجري شمسي/١٩٢٤ ميلادي کال کې د گوډ ملا په مشرۍ د منگلو د شورش په ختمولو کې ستره تاريخي برخه واخيسته او د ١٣٠٧ کال د شينوارو د بغاوت په غلي کولو کې يې هم ارزښتناکه خدمتونه وکړل. 

غازي ميرزمانخان د اماني دورې د دولتي شورا غړې وو. دا قانون جوړونکي شورا د استقلال د گټلو نه وروسته  ځوان پاچا غازي امان الله خان ته د سلا مشورې ورکولو او نوو قوانينو او نظامنامو د جوړولو، تعديل او تصويب دپاره جوړه شوې وه، او د ١٣٠٧ کال د لويې جرگې نه وروسته خپلو ١٥٠ تنو غړو سره د افغانستان په لومړنۍ ملي شورا بدله شوه.

غازي ميرزمانخان د خپل وخت په لاندنيو دريو مهمو تاريخي جرگو کې گډون درلود:

1.   په جلال اباد کې د هډې لويه تاريخي جرگه چې د اتحاد مشرقي د تاريخي جرگې په نامه هم ياده شويده. دا ستره تاريخې غونډه د استقلال د گټلو نه وروسته د    ١٢٩٨/١٩٢٠ کال د حوت په مياشت کې د هډې په تاريخي سيمه کې د غازي ميرزمان خان په اهتمام او کوشش  د محمد نادر خان په مشرۍ جوړه شوې وه، پدې جرگې کې د ننگرهار، لغمان، کنړونو او سرحد ددواړو غاړو مشرانو، سپين ږيرو، علماوو، ساداتو مشايخو او اوسيدونکو ٥٠٠٠ کسانو گډون کړې و، او د سرحد د دواړو خواوو د قبايلو د يووالي، د هيواد د خپلواکۍ او ارضي تماميت د ساتلو او وطن د آبادۍ په هکله يې فيصلې وکړې، او انگريزانو ته يې اخطار ورکړ چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د گوتو وهلو او د هيواد په سرحداتو کې د ورانکارۍ او تحريکاتو نه لاس په سر شي او که نه نو د زړورو افغاني اقوامو او قبايلو د قهر او مقاومت سره به مخامخ شي.

2.   د ١٣٠١ کال د جلال آباد لومړنۍ لويه جرگه چې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د گټلو نه وروسته لومړنۍ لويه جرگه وه.  پدې جرگې کې  د دولتي شورا پر غړو برسيره  د کابل او شاوخوا سيمو، ننگرهار، لغمان او کونړونو استازو برخه اخيستې وه. ددې جرگې اصلي مقصد ټولنيز اصلاحات وو، او د افغانستان لومړنې اساسي قانون  (نظامنامه اساسي)  يې هم تصويب کړه. پدې نظامنامې کې د مرئيتوب لغو کول، ملي وحدت، شخصي آزادۍ، د حقوقو مساوات او پر عايداتو د ماليې لگول په گوته شوي ؤو.

3.   په ١٣٠٧ شمسي / ١٩٢٨ ميلادي کال کې د پغمان دريمه لويه جرگه . د يادولو وړ ده چې غازي ميرزمانخان د پغمان په دوهمې لويې جرگې کې چې د جلال آباد د لويې جرگې ادامه وه، د منگلو د بغاوت د ټکولو د مصروفيت له امله گډون نه درلود. پدې جرگې کې د غازي ميرزمانخان ځوې عصمت الله خان برخه اخيستې وه.

غازي ميرزمان خان ته د بي ساروخدمتونو او سرښندنو په وياړ لاندني مډالونه ورکړ شوي دي چې هر يو سره نقدي او د ځمکو امتيازات هم ملگري ؤو:

§         د وفا مډال

§         د لوې خان مډال

§         د خدمت مډال

§         د صداقت مډال

په هيواد او خپلواکۍ مين دغه ستر شخصيت د هغو لږو کسانو په ډله کې وو چې د ژوند تر پايه غازي امان الله خان او د هيواد د پرمختگ د پاره د هغې آرمانونو ته وفاداره پاتې شو، او د هغې د نوښت او پرمختگ د پروگرامونو پلويتوب يې  کاوه. ستر غازي  اوزړ ور  قوماندان، لوې خان ميرزمانخان  د ١٣٠٧ کال د حوت په مياشت کې د غازي امان الله خان د سلطنت په وروستيو مياشتو کې د هغه د سلطنت د ټينگښت دپاره د تاريخي هلوځلو په موقع د افغانستان د خارجي دښمنانو او هغوې د کورنيو گوډاگيانو د يوې دسيسې په ترڅ کې د کنړ د شينکوړک د کلي په جومات کې د ماخستن د لمانځه د ادا کولو په وخت کې  تر ناځوانمردانه حملې لاندې راغئ او د ٥٨ کلنۍ په عمر په شهادت ورسيد.  روح دې ښاده وي.

خاني ستا په نوم کړي فخر ته يې فخر د خانانو

تاريخ ستا يادونه ستايي ته يې فخر د ځوانانو

غازى ميرزمان خان کنړى اته ځامن درلودل چې نومونه يې په لاندې ډول دي: شير محمد خان کنړى، غندمشرعصمت الله خان کنړى، غندمشر گل محمد خان زمانى، حبيب الله خان زمانى، محمد ارسلان زمانى، خير محمد خان زمانى، يارمحمد خان زمانى و محمد هاشم زمانى.

اخځليکونه:

·         زمونږ غازيان:  د نومياليو ملي مبارزينو د ژوندانه حالات، ١٩٨­٢٠٢ مخونه، محمد ولي ځلمى. 

·         د امان افغان جريده، پنځم کال، ٩  او١٠گڼه،  ٣ او٤ مخونه، "داوطلبان سرکوبى باغيها"،  د ١٣٠٣ کال د وږي د مياشتې  ١٤ نيټه .

·           د امان افغان جريده، پنځم کال، ١٣  او١٤گڼه،  ٩  مخ، "جنٍگ لوگر و هزيمت کلي اشرار"،  د ١٣٠٣ کال د وږي د مياشتې ٢٢ نيټه .

·         د امان افغان جريده، پنځم کال، ٢٢گڼه،  ٤ مخ، "ورود دلاوران سمت مشرقي"،  د ١٣٠٣ کال د جدي د مياشتې  ٧ نيټه ..

·         د حقيقت جريده، لومړې کال،  ١٠ گڼه، د  سنبلې ١١ نيټه،  ١٣٠٣ شمسى کال.

·         داستقلال څلورمه جبهه، د عبدالخالق اخلاص تاليف، د حبيب الله رفيع سريزه، سمون، لمنې او نښلونې، دويم چاپ، ٢٠٠٥ کال.

·         هفته نامه کليد، به مناسبت هشتادوسومين سالگرد استرداد استقلال افغانستان،صفحه ١٤،  شماره ٢٣، سال اول، هفته اول سنبله ١٣٨١ خرشيدى.  

·         د غازي ميرزمانخان کنړي د ځوې  الحاج محمد ارسلان زمانى سره مرکه.

·         عبدالله غمخور، د افغانستان د آزادۍ شهسوار، د افغانان جريده، د١٣٧٩کال د سنبلې ٢٤مه، ٣ مخ.

·         Fire in Afghanistan

, 1914-1929, Rhea Talley Stewart, 2nd Edition, 2000, USA

·         رويداد لويه جرگه دارلسلطنه، ١٣٠٣، مطبعه سنگى وزا